د لاسرسي ځای

په یمن کې د حوثیانو د مظاهرې پر مهال ځانمرګی برید، ۴۲ وژل شوي


د یمن په پلازمېنې صنعا کې د شیعه مظاهره کوونکو پر لاریون په ځانمرګي برید کې ۴۲ کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي، برید د نوي ټاکل شوي وزیراعظم احمد حواد بن مبارک له خپلې دندې تر ګوښه کېدو څو ساعته وروسته وشو.

د دوی په خبره، ځانمرګې حمله د زیارت (پنجشنبې) پر ورځ هغه مهال وشوه چې د حوثي ملېشې یاغیان التحریر څلورلارې یا چوک ته ورغونډ شوي ول.

په یمن کې دا مهال د سني انتظامیې او شیعه حوثي ملېشې تر منځ سخت تاوتریخوالی روان دی.

د حوثیانو ملېشې تېره میاشت په زور پلازمېنه صنعا ونیوله.

دې یاغیانو د زیارت پر ورځ د وزیراعظم مبارک ټاکنې پر ضد د مظاهرې غږ (ږغ) کړی وو.

دوی دعوه کوي چې ولسمشر دا کار د بهرنۍ مداخلې په نتیجه کې کړی دی.

XS
SM
MD
LG