د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه وايي په شام کې د وسله والو پر ضد ځمکني عملیات نه کوي


انقره - د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مېولت چاو شوهلو وايي، هېواد به یې د شام په شمال کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد په یو اړخیزه ځمکنیو عملیاتو کې ځان ښکېل نه کړي ځکه چې دا یوه غیر حقیقي کړنلار ده.

نوموړي دا خبره، د زیارت پر ورځ په انقره کې د ناټو له مشر ینز ستولتنبرګ سره د ګډې خبري غونډې پر مهال وکړه.

ناټو او امریکا پر ترکیې غږ (ږغ) کړی دی چې په عراق او شام کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد په جګړه کې پوره برخه واخلي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، هېواد یې په شمالي شام کې د کردانو په کوباني ښار کې د اسلامي دولت وسله والو پر ضد د بمباریو ملاتړ کوي.

د چاوشوهلو په خبره، یوازې هوايي بریدونه وسله والو ته ماتې نشي ورکولای بلکې د ځمکنیو عملیاتو په ګډون دې نورې لارې هم ولټول شي.

ده زیاته کړه چې انقره د دې سوچ هم ملاتړ کوي چې د ترکیې له پولې سره نېږدې، د شام په شمال کې دې یوه محفوظه او د نه الوت زون یا سیمه جوړه کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG