دفاع وزارت وايي د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې په یو لړ عملیاتو کې ۲۶ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او یوولس تنه نور ټپیان دي.
د دفاع وزارت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي ۳ تنه انتحاریان د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې ووژل شول.
اعلامیه زیاتوي چې څلور تنه نور وسله وال مخالفین په هلمند او زابل ولایتونو کې وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د اعلامیې له مخې په دغو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي.
همدارنګه دفاع وزارت په یوې بلې اعلامیې ویلي چې په ګډو عملیاتو کې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې ۹ تنه وسله و ال مخالفین وژل شوي.
دغه اعلامیه زیاتوي چې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوال کې هم په یولړ عملیاتوکې ۱۰ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.