د لاسرسي ځای

نړیوال اېتلاف د اسلامي دولت ډلې پر اهدافو بمباري کړې ده


امریکا او ملګرو هېوادونو یې د شام له جنګ ځپلي ښار کوباني سره نېږدې د اسلامي دولت وسله والو پر اهدافو اته هوايي بریدونه کړي دي.

د چارشنبې پر ورځ د امریکايي ځواکونو له مرکزي کمانه په خپور شوي بیان کې راغلي، داسې ښکاري چې د ترکیې له پولې سره نېږدې دا ښار اوس هم د کرد جنګیالیو په واک کې دی.

بیان وايي، په هوايي بریدونو کې د وسله والو پینځه ګاډي، یو د سامان ګودام، د کمانډ او کنټرول وداني او پینځه نیول شوي پوځي بیرکونه ړنګ کړل شوي دي.

په عین حال کې د امریکا ولسمشر باراک اوباما وايي، باوري دی چې هېواد به یې په عراق او شام کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد نور پرمختګونه هم وکړي.

XS
SM
MD
LG