د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او ملګرو یې په کوباني کې تازه بمباري کړې ده


د شام په کوباني ښار کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف تر بمبارۍ وروسته له سیمې لوګي خېژي
د شام په کوباني ښار کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف تر بمبارۍ وروسته له سیمې لوګي خېژي

واشنګټن - امریکا او ملګرو هېوادونو یې د شام له جنګ ځپلي ښار کوباني سره نېږدې د اسلامي دولت وسله والو پر اهدافو اته هوايي بریدونه کړي دي.

د چارشنبې پر ورځ د امریکايي ځواکونو له مرکزي کمانه په خپور شوي بیان کې راغلي، داسې ښکاري چې د ترکیې له پولې سره نېږدې دا ښار اوس هم د کرد جنګیالیو په واک کې دی.

بیان وايي، په هوايي بریدونو کې د وسله والو پینځه ګاډي، یو د سامان ګودام، د کمانډ او کنټرول وداني او پینځه نیول شوي پوځي بیرکونه ړنګ کړل شوي دي.

په عین حال کې د امریکا ولسمشر باراک اوباما وايي، باوري دی چې هېواد به یې په عراق او شام کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد نور پرمختګونه هم وکړي.

په شام او عراق کې لوی برخې د اسلامي دولت وسله والې ډلې - چې پخوانی نوم یې داعش وو - نیولې دي.

د امریکا په مشرۍ نړیوال اېتلاف لومړی په عراق او بیا په شام کې پر دې ډلې بمبارۍ پیل کړې.

په دې وروستیو کې د ترکیې پارلېمان هم حکومت ته واک ورکړ چې په شام کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد عملیات وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG