د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د زهرجنو شرابو څښلو له کبله ۲۱ کسان وژل شوي دي


کراچۍ - د جناح روغتون بېړنیو طبي مرستو څانګې مشرې ډاکترې سیمي جمالي مشال راډيو ته وویل، د شرابو په څښونکو کې د اووه کسانو روغتیايي وضع خرابه ده.

نوموړې وايي، ټول کسان بې هوښه روغتون ته وروړل شوي ول چې پکې ۲۱ مړه شول.

پولیس وايي، دا ډول شراب خلک په کورونو کې جوړوي. د پولیسو یوه چارواکي منیر شېخ مشال راډيو ته وویل، د چارشنبې پر ورځ یې داسې درې کسان نیولي دي چې زهرجن یا خام (کچه) شراب یې خرڅول.

د شېخ په خبره، له دې کسانو یې په سلګونه لیټره شراب هم نیولي دي.

دی وايي، خلک دا شراب ځکه اخلي چې ارزانه وي.

د کراچۍ د اغا خان روغتون یو ډاکتر احسان علي وايي، په کراچۍ کې د شرابو خرڅولو شاوخوا ۱۰۰ قانوني ځایونه دي او ځېنې خلک یې په ناقانونه توګه پلوري.

ډاکتر علي وايي، په شرابو کې یو خاص مقدار الکول وي، کله چې دا مقدار زیات شي نو د څښونکي د وجود بېلا بېل غړي له کاره وغورځوي او د مرګ لامل شي.

XS
SM
MD
LG