چارواکي د نوم نه ښودو په شرط وايي، د ډرون الوتکو برید د پنجشنبې پر سهار په دته خېلو کې شوی دی. د دوی په خبره، امریکايي بې پیلوټه الوتکو د وسله والو پر یوه ګاډي دوه توغندي وداغل چې پکې درې وسله وال ووژل شول.
چارواکو د وژل شویو د پېژندګلوۍ په اړه څه نه دي ویلي.
دا د تېرې اوونۍ پر مهال په شمالي وزیرستان کې د ډرون الوتکو پینځم برید دی.