د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې ډرون برید درې وسله وال وژلي


بنو - چارواکي د نوم نه ښودو په شرط وايي، د ډرون الوتکو برید د پنجشنبې پر سهار په دته خېلو کې شوی دی. د دوی په خبره، امریکايي بې پیلوټه الوتکو د وسله والو پر یوه ګاډي دوه توغندي وداغل چې پکې درې وسله وال ووژل شول.

چارواکو د وژل شویو د پېژندګلوۍ په اړه څه نه دي ویلي.

دا د تېرې اوونۍ پر مهال په شمالي وزیرستان کې د ډرون الوتکو پینځم برید دی.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون له میاشتې راهیسې د وسله والو پر ضد عملیات پیل کړي دي چې له کبله یې له ۱۰ لکه زیات کسان بې کوره شوي دي.

د وزیرستان انتظامي چارواکي وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې یو ځل بیا په فضا کې د ډرون الوتکو پروازونه زیات شوي دي.

پاکستان دا ډول بریدونه د خپلواکۍ ضد بولي خو امریکا دا حملې د وسله والو پر وړاندې په جګړه کې موثرې بولي.

د پنجشنبې (زیارت) د ورځې حمله، د روان (۲۰۱۴ز) کال پر مهال د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ۱۳مه هغه وه.

XS
SM
MD
LG