د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پغمان د پېښې پنځه مجرمان اعدام شول


د کابل امنیتي چارواکي وايي د پغمان د پېښې پنځه تنه مجرمان او د حبیب استالف اعدام شول.

د کابل امنیتي چارواکي وايي د پغمان د پېښې پنځه تنه مجرمان او د حبیب استالف اعدام شول.

د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر مشال راډیو ته وویل چې د حبیب استالف په نامه انسان تښتوونکی او په پغمان کې د یوې کورنۍ په ښځو ۵ تنه ډله ییز جنسي تېری کوونکي نن (چارشنبه) په څرخي پله زندان کې اعدام شول.

د اګست په ۲۳مه د پوليسو په کالو کې د وسله والو کسانو يوې ډلې د پغمان ولسوالۍ په سيمه کې دوه موټر ودرول. له سپرلیو څخه يې زر او پیسې لوټلي او په سورليو کې يې پر څلورو ښځو، چې يوه په کې حامله وه؛ جنسي تېری وکړ.

د افغانستان پخواني ولشمر حامد کرزي د وروستۍ محکمې د حکم نه مخکې د دې خلکو د مرګ د سزا غوښتنه کړې وه او د خپلې کاري دورې له ختمېدو يوه هفته مخکې يې د دې خلکو د اعدام حکم لاسليک کړ.

د بشري حقونو نړېوال سازمامونو له افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي څخه غوښتي وو؛ چې د دغو کسانو اعدام دې وځنډول شي.

XS
SM
MD
LG