د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ولس د ډرون بریدونو اغېز


ليکنه وايي، په دې قبايلي سيمو کې لا هم د انګرېز د وخت قانون پلي کيږي، چې په نتيجه کې يې د دې سيمو اوسيدونکيو ته د پاکستان د دويمې درجې وګړيو په څېر کتل کيږي.

امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د پاکستان په قبايلي سيمو د کېدونکيو ډرون بريدونو د اثراتو پر موضوع د شويو څېړنو په اړه يوه ليکنه خپره کړې ده.

ليکنه وايي، هغه معيارونه چې د دې څېړنو په کولو کې بايد په پام کې نيول شوای وی، نه دي نيول شوي.

په ليکنه کې راغلي، له ۲۰۰۴ ز کال راهيسې د امريکا استخباراتي ادارې (سي اۍ اې) د پاکستان په قبايلي سيمو کې د مشکوک وسله والو پر ضد ۳۷۹ ډرون بريدونه کړي دي.

ليکنه وايي، په دې قبايلي سيمو کې لا هم د انګرېز د وخت قانون پلي کيږي، چې په نتيجه کې يې د دې سيمو اوسيدونکيو ته د پاکستان د دويمې درجې وګړيو په څېر کتل کيږي.

په داسې حال کې چې ډرون بريدونه د دې هېواد په ټولو قبايلی سيمو کې شوي، يوه زياته برخه يې په شمالي او جنوبي وزيرستانونو کې تر سره شوي دي.

د دې لپاره چې د نړيوالو رسنيو خبريالانو ته قانوني اجازه نشته چې د پاکستان قبايلي سيمو ته ولاړ شي، او د امريکا حکومت هم د ډرون بريدونو د خپل پټ پروګرام په اړه څه ويلو ته زړه نه ښه کوي، د دې حملو په اړه هغه څه رپورټ کيږي چې د وسله والو ډلو لخوا مخې ته راځي او يا هم د پاکستان حکومت يې په اړه څه ووايي.

ليکنه کاږي، هغه څه چې مالوم دي، دا دي چې په دغو بريدونو کې د پاکستان يا د نورو هېوادونو، چې دغه ډول حملې پکې شوې دي، بې ګناه وګړي وژل شوي دي.

او هغه څه چې په اړه يې مالومات نشته، دا دي چې هغه کسان چې په امريکايي ډرون بريدونو کې وژل شوي، څه شمېر يې په حقيقت کې ولسي وګړي دي.

ليکنه وايي، يو شمېر نړيوالو ادارو هڅه کړې چې د ډرون بريدونو پر لړۍ او د دې پر اثراتو څېړنې وکړي.

که څه هم دا څېړنې به په ښه نيت شوې وي، خو پايلې يې يقيناً چې د ډېر باور وړ نه دي.

د دې څېړنو نتايج د يوه ډرون بريد د دقيق ځای او پکې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يو رنګ مالومات نه ورکوي.

د ليکنې تر مخه، هغه خلک او ادارې چې د امريکا د ډرون بريدونو پر پروګرام يې نيوکې کولې، اوس دا خبره مني چې په دې حملو کې د ولسي وګړو وژنه له دې پروګرام سره د مخالفت يوازينی لامل نه دی.

په ليکنه کې د ليکوال ديوېډ سينګر خبره راخيستل شوې چې وايي، دا خبره واضحه شوې چې په ډرون بريدونو کې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې کچه په ډراماټېکه توګه لوېدلې. نوموړې زياته کړې، د دې لامل ښايي دا وي چې دغه ماډرنه وسله د روايتي بمونو غورځولو په پرتله په ډېر احتياط سره کارول کيږي.

XS
SM
MD
LG