د نوبېل نړیوالې کمېټۍ نن سېشنبه د فيزېکس لپاره سږنی نوبېل انعام درې جاپاني الاصله ساینسپوهانو اېسامو اکاساکي، هېروشي امانو او شوجي ناکاموره ته د ورکولو اعلان کړی دی.
دا انعام دې درې ساینسپوهانو ته د کمې انرژۍ استعمالوونکو اسمانرنګه رڼا ورکوونکو الو په جوړولو ورکړل شوی دی. د نوبېل کمېټۍ نن وویل، د دې ساینسپوهانو له کار سره د کمې انرژۍ کاروونکې رڼا ورکوونکې الې جوړې شوې چې نن سبا د موبایل ټیلي فونونو په ګډون په ډېرو الاتو کې استعمالېږي.