د لاسرسي ځای

"په پکتیا او پکتیکا کې ۳ وسله وال ووژل شول"


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د یو شمېر عملیاتو پرمهال دوه ځانمرګي برید کوونکي یو ماین ښخوونکي وژل شوی او څلور نور وسله وال نیول شوی دي.

د دې وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ځانمرګي برید کوونکي په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې هدف ته تر رسېدو مخکې د ملي اردو سرتیرو له خوا وژل شوي دي.

اعلامیه همدارنګه زیاتوي چې په هلمند ولایت کې د یو لړ عملیاتو پرمهال څلور وسله وال له یوې اندازې چاویدونکو موادو او یو سراچه ډوله موټر سره نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG