د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوریا: کوباني ښار ګوټي کې مخامخ جګړه روانه ده


خبري اژانسونه راپور ورکوي چې جهادیان د ګل پر ورځ د اکتوبر پر ۶مه د ښارګوټي ختیځ لوري ته د ټانکونو او موټر بمونو په کارولو سره ورننوتل.

نن سېشنبه د اکتوبر پر ۷مه د اسلامي دولت وسله وال، د شام کوباني ښارګوټي په لارو کوڅو کې له کردي ځواکونو سره چې د خپل ښار دفاع کوي، په جګړه بوخت دي، دغه ښار له ترکیي سره پر پوله پروت دی.

د اسلامي دولت وسله والو د دوشنبې ورځ د کوباني مهم سنګرونه ونیول، چې له دې سره یې ښارګوټي ته په ورننوتو کې پرمختګ وکړ، دوی دا مهال د ښارګوټي جنوبي او لویدیځو برخو ته پرمختګ کوي، هغوی ګڼې ودانۍ ولکه کړې او د کوباني په څندو کې یې له درو اړخونه ګېره ټینګه کړې ده.

د سترګو لیدلی حال وايي، چې بېګا شپه تر څو ګنټو پورې یې د امریکا په مشرۍ د نړۍوال اېتلاف جنګي الوتکو غږونه اورېدل، او تر سپېدو لږ وړاندې یې د ښارګوټي په ختیز او جنوبختیز کې بمبارۍ کړې دي. خو سوري کردي جنګیالیان وايي، چې د دوی هوايي بریدونو د وسله والو پرمختګ ته هېڅ زیان نه دی رسولی.

کردي مدافع ځواکونو د امریکا په مشرۍ پر ایتلافي ځواکونو غږ کړی چې د اسلامي دولت وسله والو پرضد دې هوايي بریدونه چټک کړي، چې ښار د هغوی منګولو ته له غورځېدو راوګرځوي. دوی وايي تیره اونۍ ترسره شوي هوايي بریدونه کافي نه ول.

دجهادیانو یرغل چې درې اونۍ وړاندې پيل شوی، د ترکیې د وزیر اعظم ( احمد داو توغلو ) په وینا ، یو لک او پنځه اتیا زره خلک یې اړاېستلي چې له پولې پورې غاړې ته واوړي.

د پولې بلې غاړې ته خبریالان وايي، ترکي پوځي ځواکونه د کوباني کردي میشتي نه پرېږدي چې د ترکیې جنوبختیز ته واوړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG