د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان:ډرون برید کې پنځه کسان وژل شوي


په شمالي وزيرستان کې بېګا په يو ډرون بريد کې پنځه مشکوک وسله وال وژل شوي. د استخباراتو يو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال ريډيو ته ويلي چې دا حمله د شوال په منګړيتې کې شوي او په نښه شوې ټول کسان بهرنيان دي.

په شمالي وزيرستان کې بېګا په يو ډرون بريد کې پنځه مشکوک وسله وال وژل شوي. د استخباراتو يو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال ريډيو ته ويلي چې دا حمله د شوال په منګړيتې کې شوي او په نښه شوې ټول کسان بهرنيان دي.

دا په څلورويشت ګينټو کې شمالي وزيرستان کې د بې پايلټه جازونو دوهم بريد دی. تر دې یو ورځ وړاندې هم بې پایلټه الوتکې په تحصیل شوال کې د ازبک وسله والو مرکز په نخښه کړی و چې پنځه وسله وال پکې وژل شوي وو.

په روان کال کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د بې پایلټه الوتکو لخوا لس بریدونه ترسره شوي چې په پایله کې یې له ۶۰ زیات کورني او بهرني وسله وال وژل شوي دي.

بلخوا د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف د ګل پر ورځ وویل چې نژدې ۱۴۰۰۰ قبایلي ځوانانو ته به د پنځو کلونو په موده کې په پوځ کې د ګډون موقعې ورکول کېږي.

د پوځ خبرتیا ادارې ( ISPR) په خپله یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې جنرال راحیل شریف دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په بنو کې د شمالي وزیرستان له کډوالو سره د لیدلو پر مهال کړي دي.

تر دې وړاندې جنرال راحیل شریف د اختر لمونځ د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې وکړ او بیا په شمالي وزیرستان کې د جنګ لومړۍ کرښې ته لاړ او هلته یې له پاکستاني ځواکونو سره وکتل.

پر دې موقع نوموړي د ضرب عضب په عملیاتو ډاډ وښود.

XS
SM
MD
LG