د لاسرسي ځای

'په هر ولایت کې دې واردمخه امنیت لپاره اړین ګامونه واخیستل شي'


افغان ولسمشر اشرف غني احمدزی

افغان ولسمشر اشرف غني احمدزی

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې؛ ولسمشر اشرف غني احمدزي په هېواد کې د امنیت لا خونديتوب په موخه نوي تکلونه لري.

د دوشنبې پر ورځ په ارګ کې ځینو سرچینو ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ د پلانونو په لړ کې ولسمشر احمدزي د لوی اختر په لومړۍ ورځ د ټولو ولایتونو له والیانو؛ امنیه قوماندانانو او قول اردو له قوماندانو سره د امنیت خوندي کولو په موخه ټيلیفوني خبرې وکړې او ځانګړې سپارښتنې یې ورته کړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم تاییدوي چې؛ ولسمشر د هېواد لومړی درجه امنیتي مسوولینو ته دامنیت په اړه لازمې لارښوونې کړې.

د دې وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ ولسشمر په خپلو خبرو کې امنیه قوماندانو ته ویلي؛ چې په ولایتونو کې د ترهګرو بریدونو د مخنیوي لپاره واردمخه ګامونه واخلي:

"د افغان ولسمشر خبرې د ولایتونو له لومړي درجه پولیسو یعنې امنیه قوماندانو د روحیې او لارښونې لپاره ګټورې تمامیږي؛ دا لومړی ځل دی چې؛ د ولایتونو امنیه قوماندان مستقیم له ولسمشر سره په تماس کې ول."

له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې هم راغلي چې؛ ولسمشر احمدزي په هېواد کې د ډاډمن امنیت په موخه له ټولو والیانو او امنیتي مسوولینو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د ولسمشر دغه کار نیک او ګټور بولي.

جنرال عتیق الله امرخیل وايي، د ولسمشر دغه نوی ګام به په ولایتونو کې د امنیت له ټینګښت سره مرسته وکړي او د جنګي فعالیتونو د لا پیاوړتیا سبب به وګرځي.

ښاغلی امرخیل زیاتوي، د افغانستان د امنیت شورا هم باید په خپل وار سره امنیتي راپورنه ولسمشر ته وړاندې کړي؛ چې په اړه یې دقیق تصمیمونه ونیول شي.

بل خوا بیا د امنيتي چارو کارپوه فقیر محمد فقر د ولسمشر اشرف غني احمدزي دغه قدام ته د شک په سترګه ګوري.

هغه وايي چې، تراوسه هم په ولایتونو کې امنیه قوماندانان له تنظیمونو سره اړیکې لري او ترڅو چې ولسمشر د هغو ژمنو په اساس چې له خلکو سره یې کړي؛ متعهد او ژمن ټیم رامنځ ته نه کړي؛ دا ډول نوي اقدام به ګټور تمام نه شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG