د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوې کردۍ ښځې د اسلامي دولت پر وسله والو ځانمرګی برید کړی


راپورونه وايي، یوې کردۍ ښځینه ځانمرګې د کوباني له ښاره بهر د اسلامي دولت پر وسلوالو برید کړی دی.

د شام د بشري حقونو څار ډلې چې مرکز یې په لندن کې دی د اتوار پر ورځ وویل، دې ځانوژونکي کردۍ ښځې په ځان پورې تړلي باروت په هغه سیمه کې چولي چې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې نیولې وه.

د دې ادارې ریس رامي عبدالرحمن وايي، په بريد کې د اوښتي زيان په اړه مالومات نه دي څرګند.

کردي خبري اژانس راپور ورکړی چې دې ښځې د کردي ښځو په کنډکونو کې د پوځي قومندانې په توګه دنده ترسره کوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG