د لاسرسي ځای

تازه خبر

هوايي برید د شام پر کوباني ښار د اسلامي دولت وسله والو پرمختګ ورو کړی


د سوریې کوباني ښار کې له یوې ودانۍ د لوګي لوخړې پورته کېږي
د سوریې کوباني ښار کې له یوې ودانۍ د لوګي لوخړې پورته کېږي

کردي جنګیالي چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف هوايي ځواک یې ملاتړ کوي د یکشنبې پر ورځ د اسلامي دولت له وسلوالې ډلې سره د کوباني ښار په شا او خوا کې په جګړو بوخت ول.

د راپورونو له مخې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې پرون یکشنبه د کوباني ښار ته څیرمه د یوې غونډۍ ځینې برخې نیولې دي. خو د تازه هوايي بریدونو له کبله یې پرمختګ ورو شوی دی.

د ادریس په نامه د کوباني ښار یو سیمه ایز چارواکي ویلي، د اسلامي دولت د وسلوالې ډلې کسان دا مهال له دې ښارګوټي د یو کیلو میټر په واټن دي.

د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د امریکا پوځ د شنبې »خالي» پر ورځ د اسلامي دولت وسلوالو درې هوايي بریدونه په شام کې ترسره کړي دي. او د «یکشنبې ورځ» امریکايي جېټ جنګي الوتکو او هیليکوپټرو پر هغوی شپږ بریدونه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG