د لاسرسي ځای

د پاکستان لوی صنعتي ښار کراچۍ کې پولیس وايي، چې تېر مازیګر «یکشنبه» یې د دې ښار په ایوب ګوټ سېمه کې په یوه مشکوکه وسله واله نښته کې اووه وسله وال وژلي دي.

د سیمې پولیس مشر ( راو انور) پرون «یکشنبه» له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په وژل شوو وسله والو کې د سي ای ډي پولیسو افسر چودري اسلم قاتلان هم شامل دي.

چودري اسلم د سږني ۲۰۱۴م کال جنورۍ میاشت کې په یوه ځانمرګې برید کې وژل شوی وو. د هغه د وژنې پړه وسله والو طالبانو منلې وه.

وسله والو طالبانو په کراچۍ کې د وژل شوو اووه کسانو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG