د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان کې ډرون بریدپنځه ازبک وسله وال وژلي


د شمالي وزیرستان په شوه تحصیل کې پرون «یکنشبه» لږ تر لږه پنځه مشکوک وسله وال په يوه ډرون بريد کې وژل شوي دي.

د پاکستان ځايي حکومتي چارواکو نن «دوشنبه» د هغې پېښې پخلی کړی او وايي چې بې پایلوټه الوتکې د ازبک وسله والو یو پټنځی په نښه کړی دی.

د پاکستان استخباراتي چارواکي هم وايي چې وژل شوي ازبک وسله وال ول.

خو په سیمه کې ازادو سرچینو د وژل شوو کسانو د پېژندګلوۍ په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG