د لاسرسي ځای

ارباب عبدالظاهر کاسي خوشې شو


ارباب ظاهر کاسي

ارباب ظاهر کاسي

له کویټې څخه د عوامي نیشنل ګوند تښتوول شوی سیاستوال او د کاسي ټبر مشر ارباب عبدالظاهر کاسي د تښتوونکو له منګولو څخه راخوشي کړل شوی دی.

د ياد ګوند صوبايي صدر اصغر اڅکزي مشال راډيو ته وویل، ارباب ظاهر کاسی نن د اتوار په ورځ له پېښور سره څېرمه د قبایلي مخورو، سیاستوالو، علماو او حکومتي ادارو په مرسته د خبرو له لارې راخوشی شوی، او اوس اسلام آباد ته پر لاره دی.

اڅکزی زیاتوي: د ښاغلي کاسي د راخوشي کولو لپاره نه د هغه کورنۍ او نه هم ګوند تښتوونکو ته پیسې ورکړي دي.

ارباب عبدالظاهر کاسي د ۲۰۱۳م عیسوي کال د اکتوبر د مياشتې په ۲۳مه نېټه په سپينه ورځ له کوټې تښتوول شوی وو، چې وروسته تښتوونکو نوموړی وزیرستان ته منتقل کړی وو او دده له کورنۍ څخه يې د پېسو د تاوان غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG