د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا په اکثرو برخو او قبایلي سیمو کې نن لوی اختر دی


د پېښور اختر ( فایل فوټو )
د پېښور اختر ( فایل فوټو )

نن د خیبر پښتونخوا په اکثرو برخو او قبايلي سیمو کې لوی اختر په مذهبي عقیدت او جذبې سره نمانځل کیږي.د پښتونخوا خلکو هم د نړۍ د نورو برخو د مسلمانانو په څیر د قربانیو په کولو سره د ابراهیم ( ع ) سنت تازه کړل او د اختر د لمانځه پرمهال یې د پښتنو د ښې ورځې او روښانه سباوون لپاره دعاګانې وکړې. په پېښور او قبایلي سیمو کې د قاسم علي خان جومات د اعلان سره خلکو لوی اختر د اتوار په ورځ وکړ ، خو په پاکستان کې د میاشتې د لیدنې د مکرزې کمیټې د اعلان پر اساس د ګل په ورځ لوی اختر نمانځل کیږي.

په پیښور کې د پولیس چارواکو نن مشال راډیو ته وویل چې د اختر په موقع يې ښار کې سخت امنیتي ګامونه اخيستي او په ځینو سیمو کې په يو موټرسايکل د دوو کسانو په سپرېدو هم بنديز لګولی دی.

په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې لوی اختر په داسې حال کې نمانځل کیږي چې د قبیایلي سیمو او په ځانګړي ډول د شمالي وزیرستان نه زرګونه خلک د جنګونو له امله بې کوره شوي او په پنډغالو کې ژوند تیروي.

XS
SM
MD
LG