د لاسرسي ځای

تازه خبر

' د بلوچستان ګېس تر ځایي خلکو پنجاب زیات استعمالوي'


په بلوچستان کې خلک د الوزول شوي پایپ په خوا کې ولاړ دي
په بلوچستان کې خلک د الوزول شوي پایپ په خوا کې ولاړ دي

بلوچستان د پاکستان هغه صوبه ده چې په پراخه کچه قدرتي زېرمې لري. په دې زېرمو کې یو هم هغه قدرتي ګېس دی چې د نور څه تر څنګ د سونګ موادو په توګه کار ورڅخه اخیستل کېږي. خو د بلوچستان ځايي ولس او په خاصه توګه د پښتون مېشتو سیمو اوسېدونکي له دې څخه بې برخې دي.

پراګ: بلوچستان د پاکستان هغه صوبه ده چې په پراخه کچه قدرتي زېرمې لري. په دې زېرمو کې یو هم هغه قدرتي ګېس دی چې د نور څه تر څنګ د سونګ موادو په توګه کار ورڅخه اخیستل کېږي. خو د بلوچستان ځايي ولس او په خاصه توګه د پښتون مېشتو سیمو اوسېدونکي له دې څخه بې برخې دي.

په بلوچستان کې د کروندګرو اتحادیه وايي ، یو پلو په دې صوبه کې ځنګونه د نه برابر دي او چې شته هم هغه له دې کبله وهل کېږي چې خلک د سونګ مواد نه لري.

دوی وايي چې که چېري حکومت د صوبې ولس ته قدرتي ګېس ورسوي نو دا به نه یوازې د ولس په ژوند کې یو لویه اسانتیا وي بلکې ځنګونه او نورې ونې به هم له وهل کېدو وژغورل شي.

اوس پوښتنه دا ده چې په بلوچستان کې څومره ګېس مود دی ، څه ډول وېشل کېږي او ایا د صوبې د خلکو بس هم دی او که نه؟

بلوڅ سیاستوال او څېړونکی ثناء بلوڅ وايي ، پاکستان خپلواکو څېړونکو ته اجازه نه ورکوي چې ګېس لرونکو سیمو ته ولاړ شي او د ګېس پر را اېستل کېدو او وېشل کېدو څېړنه وکړي.

د ه وویل چې د پاکستان د تېلو ، پټرولیمو او ګېسو وزارت وايي چې بلوچستان د ټول پاکستان د ګېسو له شپږویشت تر اوویشت فیصده پیدا کوي.

ثناء بلوڅ وايي ، ده چې په خپله څومره څېړنه کړېده د هغې له مخې بلوچستان د پاکستان شپږ څلوېشت فیصده ګېس پیدا کوي.

د ثناء بلوڅ په وینا ، په بلوچستان کې دېرش ضلعې دي په کوم چې یوازې اته ضلعې ګېس لري او هغه هم یوازې او یوازې د دې ضلعو په مرکزي ښارونو کې شته او نورې لرې پرتې سیمې یې نه لري.

ده وویل ً د بلوچستان اتیا فیصده خلک د ګېس له استعماله بې برخې دي. دوی د ګېس او نورو وسایلو نومونه اورېدلي دي خو پېژني یې نه.

ثناء بلوڅ وویل چې د بلوچستان خپل خلک له دې ګېسه بې برخې دي خو دا ګېس شاوخوا ټول پنجاب ته رسېدلی دی.

د بلوچستان د پرمختګ د چارو له وزیر ډاکټر حامد خان اڅکزي څخه مي وپوښتل چې صوبايي حکومت خلکو ته د ګېس ورکولو لپاره څه کړي دي؟

نو هغه وویل ، ً د ګېس لپاره موږ باقاعده پلان لرو او له مرکزي حکومت سره مو په دې اړه خبرې اترې روانې ديً.

ډاکتر حامد خان اڅکزي وویل چې د امن پر ځای کولو او درغلیو ختمولو تر څنګ دا هم د دوی په لومړیتوب کې ده چې د صوبې ټولو سیمو ته ګېس ورسوي.

ده وویل چې دا چونګه د پاکستان وفاقي محکمه ده نو مرکزي حکومت ورسره ژمنه کړېده چې د بلوچستان د ولس دا ستونزه به هواروي.

ده زیاته کړه ، ً یو پلو زموږ صوبايي حکومت دومره توان نه لري او بل دا وفاقي محکمه ده او وفاق له موږ سره ژمنه کړېده چې د صوبې د ولس دا ستونزه به هوارويً .

څېړونکي ثناء بلوڅ وویل چې پنجاب د پاکستان دوه فیصده ګېس پیدا کوي خو د صوبې اتیا فصیده خلک یې ګېس ته لاس رسی لري او بلوچستان د پاکستان شپږڅلوېښت فصیده ګېس پیدا خو اتیا فیصده خلک له هم دې ګېسه بې برخې دي.

بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسله والې ډلې وخت نا وخته پنجاب او نورو سیمو ته پر غځېدلو ګېس نل لیکو (پایپ لاینونو) بریدونه هم کوي.

XS
SM
MD
LG