عبدالحی کاکړ
پراګ: د خیبر پښتونخوا د سوات قامي جرګه وايې ، په تيرو شاوخوا پنځو کلونو کې وسله والو په هدفي وژنو کې تر دوه سوه زيات کسان وژلي دي. خو د دوی په خبره د دې وژنو په تړاو کې تر اوسه هيڅوک نه دی نيول شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ وختي د سوات د مټې تحصيل په کوزه بامه خيله کې ناڅرګندو وسله والوو د عوامي نشنل ګوند یو ځايي کارکوونکی او د امن کمېټۍ غړی په ډزو وژلی دي.
د هغه سرکاري امنیت ساتونکی هم په دې پېښه کې ټپي شوی وو چې وروسته یې د سیدو شریف په روغتون کې ساه ورکړه.
په دې وروستیو کې په سوات کې هم هدفي وژنې توندې شوې دي او هم د پاکستاني پوځ له خوا په ګرځبندیزونو او کور پر کور تلاشیو کې زیاتوالی راغلی دی.
د سوات قامي جرګې ویاند احمد شاه وايي ، په کار ده چې د سوات امنیتي چارې پولیسو ته وسپارل شي او هدفي وژونکو ته سزاګانې ورکړل شي.
احمد شاه دا څرګندونې د مشال راډیو له عبدالحي کاکړ سره په مرکه کې کړې دي.