د لاسرسي ځای

ترکیه به په شام او عراق کې د وسله والو پر ضد عملیات کوي


د ترکیې پارلېمان هغه وړاندیز منظور کړی دی چې پکې حکومت ته په ګاونډیو هېوادونو عراق او شام کې د پوځي عملیاتو کولو اجازه ورکوي.

د دې واک غوښتنه حکومت کړې وه چې موده یې تر یو کال ده او دایره یې پراخه ده. وړاندیز ترکیه دې ته نه اړ کوي چې شام یا عراق ته پوځ واستوي، خو انقرې ته واک ورکړل شوی دی چې که دا کار کول غواړي، کولای یې شي.

ترکیې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد دا اقدام د میاشتو تر احتیاط وروسته اخیستی دی. دا ډله په شمال ختیز شام کې له کردانو سره په جګړې اخته ده.

انقرې تر اوسه دا نه ده روښانه کړې چې په څه ډول به د اسلامي دولت وسله والو پر ضد د امریکا په مشرۍ د اېتلاف ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG