د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ اداري فساد پر ضد د افغان حکومت نوي ګامونه ستایي”


په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیرانو د اداري فساد پر وړاندې د افغانستان نوي حکومت اقدامات ستایلي دي.

د ولسمشر له دفتره په بېګاني خپور شوي بیان کې راغلي، دې سفیرانو د پنجشنبې پر ورځ په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره ولیدل.

بیان وايي، د اروپايي ټولنې د هېوادونو استازو له افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاریو د دوام ژمنه وکړه.

بیان زیاتوي، ولسمشر له اروپايي سفیرانو وغوښتل چې د افغان دولت د لومړیتوبونو پر اساس له افغانستان سره مرسته وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG