د لاسرسي ځای

د برتانیې وزیراعظم ډېوېډ کیمرون په ناڅاپي سفر کابل ته تللی دی چې د ملي یووالي د حکومت له مشرانو سره خبرې وکړي.

نن د جمعې پر ورځ چې کیمرون کابل ته ورسېد نو هغو ۴۵۳ برتانیویو سرتېرو ته یې د عقیدت پېرزوینې وړاندې کړې چې په افغانستان کې د جګړې پر مهال وژل شوي دي.

ډېوېډ کیمرون له افغان ولسمشر اشرف غني سره د خبري غونډې پر مهال تر ۲۰۱۷ ز کاله له افغانستان سره د ۱۸۷ میلیونه پاونډه مرستو ژمنه وکړه.

XS
SM
MD
LG