د لاسرسي ځای

تازه خبر

که امریکا د عراق غوندې ګډوډي نه تکراروي نو د افغانانو ملاتړ دې وکړي


ليکنه کاږي، په افغانستان کې د امريکا لپاره تر ټولو غټ چيلنج دا دی چې د دغه هېواد لپاره، چې د کورنيو جګړو يوه اوږده تاريخچه لري، يوه غښتلی ملي پوځ جوړ کړي.

د فرانس پريس خبري اژانس په يوه ليکنه کې راغلي، د دې لپاره چې افغانستان د عراق په څېر له ناامنيو وژغورل شي، امريکا بايد د يوې اوږدې مودې لپاره د افغان ځواکونو د روزنې او تربيې زمه واري پر خپله غاړه واخلي.

د ليکنې تر مخه، تر هغې چې افغان حکومت له طالب وسله والو سره يوه جوړ جاړي ته رسيږي، امريکا بايد د افغان ځواکونو د تربيې پروګرامونو ته دوام ورکړي.

په ليکنه کې خبرداری ورکړل شوی چې که داسې و نه شوه نو دغه هېواد به د عراق په څېر د سياسي بې ثباتۍ او ناامنۍ کندې ته ولويږي.

ليکنه کاږي، په افغانستان کې د امريکا لپاره تر ټولو غټ چيلنج دا دی چې د دغه هېواد لپاره، چې د کورنيو جګړو يوه اوږده تاريخچه لري، يوه غښتلی ملي پوځ جوړ کړي.

د ليکنې تر مخه، نوي افغان حکومت د تېرې سه شنبې پر ورځ له امريکا سره د امنيتي همکاريو هغه تړون چې لاس ليک کېدل يې له يوې مودې راهيسې ځنډېدلي وو، لاس ليک کړ. دا تړون د روان کال تر پايه وروسته په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو موجوديت ته يوه قانوني جواز ورکوي.

افغان حکومت دې ته ورته يوه تړون له ناټو سره هم لاس ليک کړ، چې په نتيجه کې به يې د ۲۰۱۵ م کال په اوږدو کې په افغانستان کې د ۹۸۰۰ امريکايي سرتېرو پشمول، ټول ټال ۱۲۵۰۰ بهرني ځواکونه پاته شي.

د فرانس پريس اژانس په ليکنه کې ويل شوي، د ۲۰۱۷ م کال په جنورۍ کې به په افغانستان کې هېڅ يو امريکايي سرتېری پاته نه شي.

دا به له هغې څه د پاسه يوه لسيزه وروسته وي چې امريکا په ۲۰۰۱ م کال کې په کابل کې د طالبانو حکومت په دې تور، چې پر امريکا د همدغه کال د سيپټمبر مياشتې د بريدونو پلانوونکې ډلې القاعده ته يې پناه ورکړې وه، ړنګ کړ.

خو ليکنه د چارو د پوهانو په حواله وايي چې له افغانستانه د ټولو امريکايي ځواکونو اېستل به ښايي په دغه هېواد کې د عراق په څېر حالات رامينځ ته کړي، چيرته چې امريکا تربيه کړيو عراقي ځواکونو و نه شوای کولی د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر وړاندې ودريږي.

په ليکنه کې د امريکا د استخباراتي ادارې (سي اۍ ای) د يوه پخواني مامور بروس ريډل خبره راخيستل شوې چې ويلي يې دي، په ۲۰۱۷ م کال کې له افغانستانه د ټولو امريکايي سرتېرو اېستل به په دې معنا وي چې دغه هېواد په يوه بل عراق بدل شي.

خو په ليکنه کې د افغانستان لپاره د امريکا د سفير جېمز کنینګم هغه خبرې هم راخيستل شوي چې په کابل کې يې د امنيتي تړون له لاسليک کولو وروسته وويل، د هغه څه برعکس چې په عراق کې مو وليدل، افغان ځواکونه د وسله والو پر ضد کلک ولاړ دي او نړۍوال بايد د دوی پر صلاحيت باور وکړي.

XS
SM
MD
LG