د لاسرسي ځای

پښتني قبایلي سیمه کې درې نور ماشومان ګوزڼ ووهل


د پاکستان روغتیا چا رواکي وايي چې د پښتنو له کړکېچه ډکو قبايلي سيمو کې ګوزڼ ناروغۍ درې نور ماشومان وهلي دي.

تر دا مهاله سږ کال په پاکستان کې ګوزڼ ۱۸۷ ماشومان وهلي دي.

په اګست مياشت د پاکستان تر وفاق لاندې قبايلي سيمو »فاټا» کې د ګوزڼ ناروغۍ ضد څاڅکو ورکولو په کمپاین کې څه باندې اووه لاکه ماشومان واکسین کړل شول.

د صحت محکمې چارواکو ويره څرګنده کړي چې د ګوزڼ ضد کمپاین په ترڅ کې په جنګ ځپلو قبايلي سيمو کي د ناامنیو له کبله تر دریو لاکو ډېر ماشومان له ګوزڼ څاڅکو بې برخې کېدای شي.

XS
SM
MD
LG