د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغانستان او امريکا امنيتي تړون ته هرکلی ویلی


پاکستان د افغانستان او امريکا ترمينځ د دوه اړخیزه امنیتي تړون هرکلی کړی او ويلي يې دي چې له دې به په سيمه کې امنیتي وضعه نوره ښه شي.

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د قامي سلامتۍ او بهرنو چارو سلاکار سرتاج عزيز له پاکستاني مطبوعاتو سره په خبرو کې د امریکا – افغان تړون هرکلی کړی او ویلي یې دي چې له دې تړونه به نه یوازې افغان حکومت او پوځ ته معاشي او دفاعي وسائل ترلاسه شي بلکې د امريکا او ناټو پوځونو به د افغان پوځ روزنې لپاره هم موجود وي.

په پاکستان کې کارپوهان د افغانستان او امريکا ترمينځ امنیتي تړون ته څنګه ګوري؟

د افغان چارو څارونکی او خبریال رحيم الله يوسفزی وايي، (پاکستان خو په ښکاره د تړون مخالفت نه دی کړی بلکې دا یې د افغانستان کورنۍ چارې بللې خو د دې تړون به څه مثبت يا منفي اثرات وي دا به په راتلونکې کې معلومېږي، که له دې تړونه افغان حکومت پیاوړی کېږي، پوځ يې مضبوطېږي او هلته امن راځي نو دا تړون نه صرف افغانستان بلکې د ګاونډیو هيوادونو لپاره هم ګټه ور دی او که له دې تړونه په افغانستان کې جنګ لا پسې زیاتېږي لکه څنګه چې طالبانو دا پرېکړه رد کړه او وايي چې دوی به جنګ کوي نو د دې بيا په ګاونډيو هيوادونو بد اثرات پرېوتلای شي)

د سياسي چارو کارپوه اېمل خټک وايي (په دې تړون کې ماته څه داسې شقونه نه ښکاري چې هغه د پاکستان، ايران يا د افغانستان د یو بل ګاونډي ملک پر ضد وي، البته ځینې ګاونډي ملکونه په ښکاره يا پټ پناه دا تحفظات لري چې په افغانستان کې د بهرنو عسکرو په موجودګۍ کې د دوی ځینې ګټې زیانمنېدلای شي او يا د دې عسکرو موجودګي په افغانستان کې جګړه مارو ډلو ته يو جواز ورکوي چې خپلې جګړې ته دوام ورکړي. د ځنو ملکونو له داسې قسمه تحفظاتو علاوه نور زه نه ګڼم چې دا تړون د کوم ملک پر ضد ده)

د بهرنو چارو کارپوه او په پېښور پوهنتون کې د سیمه ییزه مطالعاتو مرکز ډایرېکټر ډاکټر سرفراز خان وايي (له دې تړونه ورسته به امريکا د افغانستان پوځ ته تربيت ورکوي او که ترهه ګر په افغانستان کې څه قسمه ناوړې پيښې کوي نو د هغوی مخنيوي لپاره به هڅې کوي. دا او داسې نور شقونه پدې معاهده کې شامل دي. پاته شوه د پاکستان خبره نو ورته هېڅ قسمه تشويش نه دی کول پکار، ځکه چې په دې تړون کې د پاکستان پر ضد يو هم شق نشته)

ياده دې وي چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغه تړون له لاسلیکولو انکار کړی و خو نوي ولسمشر ډاکټر اشرف غني د سوګند کولو پر دويمه ورځ تړون لاسليک کړ.

XS
SM
MD
LG