د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو سند نن سېشنه ماسپښین د دریو بجو په شاوخوا کې لاسلیک شو.
پر دې تړون د ولسمشر اشرف غني احمدزي او نورو لوړ پوړو چارواکو په شتوالي کې په کابل کې د امریکا سفیر جېمز کننګهم او د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر لاسلیک وکړ.
په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې افغان حکومت له ناټو سره هم د امنیتي همکاریو سند لاسلیک کړ.
له ناټو سره د همکارۍ سند په افغانستان کې د ناټو د استازي موریتس یوخیمز او ښاغلي اتمر لاسلیک کړ.
ولسمشر اشرف غني احمدزي دغه دواړه سندونه د افغانستان او نړۍ د ثبات په ګټه وبلل.
نوموړي وویل، چې د دې سند له مخې به نړیوالې مرستې د افغان حکومت د بودجې له مخې لګول کیږي.