د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږکال اورپا ته په پټه تلونکي ۳۰۰۰ ګډوال وژل شوي


د بشري حقونو د څار یوه ټولنه چې د کډوالۍ څارنه کوي، وايي په روان کال کې تر ۳۰۰۰ زیات کسان د ( مېډیتڼرانې سمندرګی ) سمندر له لارې اروپا ته د تیریدو پر مهال مړه شوي دي.

د کډوالو نړیواله اداره (IOM ) چې د ملګرو ملتونو سره له نږدې کار کوي د دوشنبې پر ورځ یې وویل چې سږ کال درې زره او دوه اویا کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی او دا د ۲۰۱۱ م کال په پرتله دوه برابره دی.

د (IOM ) دا راپور د یوې بیړۍ د غرقیدو د خونړۍ پېښې نه لږه موده پس مخې ته راغلی.

دغه بیړۍ چې د شام ، فلسطین او د مصر د سلو ماشومانو په ګډون پنځه سوه کډوال پکې سپاره وو په دې وروستیو کې ډوبه شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG