د لاسرسي ځای

نن به افغانستان، امریکا او ناټو امنیتي سند لاسلیکوي


په افغانستان کې د امریکا سفیر جېمز کننګهم

په افغانستان کې د امریکا سفیر جېمز کننګهم

د امریکا سفیر جېمز کیننګهم وویل، د دغه تړون په لاسلیک سره به امریکا لا نوره پر خپلو هغو ژمنو ودروي چې د افغان پوځیانو د تجهیز په برخه کې یې کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست یوه خبرپاڼه وايي، چې افغان چارواکي به نن سېشنبه له امریکا او ناټو سره د امنیتي تړون سند لاسلیک کړي، چې په دې سره به یې ځواکونه له ۲۰۱۴ کال وروسته په دغه هېواد کې پاته شي.

تیره ورځ »دوشنبه» په افغانستان کې د امریکا سفیر جېمز کننګهم وویل، چې له امریکايي لوري به دی پر سند لاسلیک وکړي.

که څه هم معلومه نه ده، چې د افغانستان له لوري به کوم چارواکی دا سند لاسلیک کړي، خو ځینو سرچینو ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ولسمشر ملي امنیت نوی سلاکار حنیف اتمر به سند لاسلیک کړي.

د امریکا سفیر جیمز کننګهم د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان د نوي منتخب ولسمشر تر لوړې وروسته خبریالانو ته وویل، د تړون په لاسلیک سره به له ۲۰۱۴ کابل وروسته په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو د پاتې کیدو لپاره قانوني چوکاټ جوړ شي:

″د نوي حکومت یو لوړ رتبه چارواکی به دا تړون لاسلیک کړي. د امریکا متحده ایالتونو له خوا به زه دا تړون لاسلیک کړم.

د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک په خپله له ۲۰۱۴ کال وروسته زموږ د امنیتي همکاریو او د سرتیرو د پاتې کیدو په اړه قانوني چوکاټ رامنځته کوي.

د دغه تړون لاسلیک به دا هم واضحه کړي چې موږ په ګډه متحده ایالات او ناټو به دلته د افغان پوځیانو د روزنې او تجهیز په برخه کې همکاري کوي.″

سفیرکیننګهم وویل، د دغه تړون په لاسلیک سره به امریکا لا نوره پر خپلو هغو ژمنو ودروي چې د افغان پوځیانو د تجهیز په برخه کې یې کړي.

له بلې خوا د لوړې مراسموته د راغلي امریکايي پلاوي مشر او د ولسمشراوباما سلاکارجان پودیستا د امنیتي تړون لاسلیک د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو د پيل یو نوی پېر وباله:

″موږ له افغانستان سره د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک ته زیات لېواله یو.

دا به زموږ دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د غښتلي کیدو په طرف یو مهم ګام وي.

متحد ایالات به د یوه با ثباته، متحد او سوکاله افغانستان جوړیدو ته ژمن وي.

زموږ د امنیتي همکاریو دوام به د پوهنې،روغتیا،بشري حقونو او اقتصادي فرصتونو د ودې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.″

په کابل کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر ښاغلي کیننګهم وویل، د دغه تړون ټول مواد هماغه دي چې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې شوي و.

له امریکا متحده ایالتونو سره د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک هغه مساله وه چې د افغانستان مخکیني جمهور رییس په ځینو شرطونو پورې تړلې بللې وه.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG