د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرون برید په خوست کې څلور کسان وژلي


پوره دوې میاشتې مخکې هم د خوست تریزیو ولسوالۍ د سپینې پالې په سیمه کې د وسلوالو پر یو موټر د ډرون برید شوی وو، چې په کې درې وسلوال وژل شوي ول.

نن د سېشنبې سهار نهه بجې د خوست ولایت د تریزیو او علیشیرو په ولسوالۍ کې پر یو شخصي موټر د امریکايي ډرون الوتکو په واسطه برید شوی، چې په کې څلور کسان وژل شوي دي.

د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې یاد برید د تریزیو او علیشیرو ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې شوی دی، چې په دې برید کې څلور کسان وژل شوي او د یو تن وژل شوي کس پیژندګلوي شوې ده.

د پيښې عیني شاهدانو هم مشال راډیو ته د پيښې له ځایه د تلیفون پر لیکه وویل، چې د ډرون الوتکو دا برید د یادې ولسوالۍ ودانۍ ته دوه سوه متره نږدې شوی دی او لیدلو ته يې ګڼ ځايي خلک راغلي دي.

د دوی په وینا په دې برید کې څلور کسان وژل شوي، چې یو تن يې د اسنادو له مخې د خوست ولایت اوسیدونکی دی، خو په وژل شویو کسانو کې د دریو تنو مړي په بشپړ ډول سوځیدلي دي.

د یادونې وړ ده پوره دوې میاشتې مخکې هم د تریزیو ولسوالۍ د سپینې پالې په سیمه کې د وسلوالو پر یو موټر د ډرون برید شوی وو، چې په کې درې وسلوال وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG