د لاسرسي ځای

پاکستاني ولسمشر له خپل نوي افغان سیال سره ولیدل


د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن

د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن

پاکستاني ولسمشر افغان مشرتابه ته د خپلې ژمنیتا پوره کولو ډاډ ورکړ چې هېواد به یې په افغانستان کې د سولې، ټېکاو، او سوکالۍ لپاره ترسره کوي.

په کابل کې د پاکستان سفارت خبرپاڼه

۲۹م سیپټېمبر ۲۰۱۴م کال

د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن په کابل کې له نوي ټاکل شوي افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي سره ولیدل، دواړو مشرانو دواړو وروڼو هېوادونو ته د ورپښېو اقتصادي، ټولینزو او امنیتي ګواښونو پر وړاندې د ګډې همکارۍ پر پراخولو ټینګار وکړ.

له خپل افغان سیال سره د خبرو پر مهال ولسمشر ممنون حسېن وویل، دواړه هېوادونه، د ګډې عقیدې، کلتور، او تاریخ له کبله له ژورو اړیکو برخمن دي، او پکار ده چې د دوه اړخیزو ګټو په ټولو برخو کې دوه اړخیزه همکاري لاپسې ژوره کړل شي.

ولسمشر ممنون حسېن د پاکستاني ولس او حکومت په استازیتوب خپل افغان سیال ته مبارکي وویله،او هيله یې وښودله چې د نوي خوځنده افغان مشرتابه په شتون کې به د دواړو هېوادونو خپلمنځي تعلقات لاپسې پیاوړي او پراخ شي.

نوموړي افغان مشرتابه ته د خپلې ژمنیتا ډاډ ورکړ چې هېواد به یې په افغانستان کې د سولې، ټېکاو، او سوکالۍ لپاره ترسره کوي.

ډاکټر اشرف غني له پاکستاني ولسمشره د هغه د لوړې مراسمو کې په برخه اخیستو مننه وکړه. او له خپله لوري یې پاکستاني ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې له نژدې به له پاکستان سره خپله اقتصادي همکاري پرمخ وړي، چې د تندلاریتوب، اورپکیتوب او بې وزلۍ غوندې د ګډو ننګونو حللاره ولټوي.

دواړه مشران د ولسي تګ راتګ زیاتولو پر ارزښت وږغېدل، چې په دې سره به د دواړو هېوادونو خپلمنځی پوهاوی لاپسې پراخ شي.

د افغانستان اجرایوي رییس هم له پاکستاني ولسمشر ممنون حسېن سره د دوه اخیزو اړیکو پر ارزښت خپل نظر شریک کړ. ولسمشر ممنون هغه ته د څوکۍ پر سمبالولو مبارکي وویله.

ولسمشر ممنون حسېن د ملي یووالي حکومت جوړولو لپاره د افغان مشرانو رول وستایلی.

XS
SM
MD
LG