د لاسرسي ځای

تازه خبر

'نن ورځې پښتون افغان ولس ته د نېکمرغۍ زېری راوړی'


د افغانستان نوی ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمد زی
د افغانستان نوی ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمد زی

د عوامي نېشنل ګوند یو مشر سینیټر آفراسیاب خټک وايي، افغان سیاسي مشرتابه ثابته کړه چې په ملي یو والي به د هېواد چاری پرمخ بیايي

له سوګند کولو پس نوي منتخب افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني په خپله وینا کې وویل چې نوی افغان حکومت له ګاونډیو هېوادنو سره ښه تعلقات قایم ساتل غواړي.

دا چې پاکستاني سیاسي ګوندونه نوي افغان حکومت ته څنګه ګوري په دې هکله په پاکستان کې د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند یو غړي او د وزیراعظم میا نواز شریف سلا کار امیر مقام وویل، په افغانستان کې دنوي حکومت د جوړیدو هرکلی کوي:

[موږ دا وایو چې په افغانستان کې عدم استحکام وي، ترهه ګري وي، او دعامو خلکو ژوند خراب وي نو دهغې اثر نیغ په نیغه پر موږ هم غورځیږي یعنې په پاکستان باندې او که په پاکستان کې دغه حال وي نو بد اثرات به یې په افغانستان غورځېږي. نو ځکه موږ دافغانستان په حالاتو کې دلچسپي لرو. دا راز په افغانستان کې انتخاباتي شخړې هوارولو او د ملي یو والي حکومت جوړولو ستاینه کوو.]

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

د عوامي نېشنل ګوند یو مشر سینیټر آفراسیاب خټک وايي، افغان سیاسي مشرتابه ثابته کړه چې په ملي یو والي به د هېواد چاری پرمخ بیايي:

[موږ په دې خبره خوشاله یو، چې په افغانستان کې د انتخاباتو کشاله بالآخر حل شوه او هلته نوي ولسمشر سوګند وکړ. دا یو ډېر مثبت پرمختګ دی او موږ هیله لرو چې له دې پس به په افغانستان کې چې کومې عبوري مسلې دي دا به هم په خېر سره ختمې شي او په دغه هېواد کې به سوله او ثبات راشي]

سکندر شېرپاو
سکندر شېرپاو

په خېبر پښتونخوا کې د قومي وطن پارټۍ مشر سکندرشیرپاو وویل دوی هیله مند دي چې د ملي یووالي حکومت به په افغانستان کې امنیت ټینګ کړي.

[موږ دا غواړو چې دا وخت په افغانستان کې یو مستحکم حکومت قایم شي، دا نه یوازې د دغه هېواد د امنیت او پرمختګ لپاره ضروري ده بلکې د ټولې سیمې امنیت هم له دې خبرې سره تړلې دې]

عثمان کاکړ
عثمان کاکړ

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر عثمان خان کاکړ وايي، نن ورځ د پښتنو په تاریخ کې د نیکمرغۍ ورځ ده چې د ښه راتلونکي زیری یې راوړ.

[نن واقعتاً د ټول پښتون افغان، د لر او بر افغان لپاره ډېره د خوشالۍ ورځ ده. په تاریخ کې په اول وار په پرامنه توګه د واک منتقلي وشوه او دا کار په جمهوري او د ورورګلوۍ په رویه ترسره شو].

د باجوړ ایجنسۍ سره تعلق لرونکی د پاکستان پیپلز پارټۍ یو مشر اخونزاده چټان وايي دوي تل د آباد او خوشاله افغانستان غوښتونکي دي.

[تر ټولو مخکې زه له خپله اړخه، د پیپلز پارټۍ له اړخه او د ټول قبایلي خلکو له اړخه د افغانستان ولس او مشرتابه ته مبارکي وایم چې په جمهوري ډول د اقتدار په پرامن منتقل کولو کې بریالي شول. موږ په دې عمل ډېر زیات خوشاله شو. موږ قبایل افغانستان آباد غواړ، پرامن یې غواړي او جمهوري یې غواړو.]

مولانا ګل نصیب
مولانا ګل نصیب

دا راز د جمیعت علماء اسلام فضل الرحمان ګوند یو مشر سینیټر ګل نصیب خان وايي په افغانستان کی د واک د پرامنه بدلون هر کلی کوي.

[افغانستان یو خپلواکه او خودمختاره هېواد دې، او ولس یې په خپله خپلې فېصلې کوي. موږ د هغوی د فیصلو احترام کوو او امید لرو چې دغه بدلون به نه یواځې د دغه هېواد بلکې د خطې لپاره د امن او خوشالۍ سبب وګرځي. موږ دعا ګویه یو چې الله پاک دې د هغوی حکومت او دهغوی اختیار ته د قوم په ښېګړه کې دوام ورکړي.]

پاکستاني سیاسي ګوندونو که یوې خوا ته د نوي افغان حکومت د جوړېدو هر کلی وکړ نو بلخوا ته یې هیله څرګنده کړه چې په مستقبل کې به دواړه هېوادونه د ګاونډيتوب، وروولۍ او همکارۍ سلسله لا نوره ټینګه کړي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG