د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غزني د ټرانسپورټ تښتول شوی رئيس راخوشې شو


د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، وسله وال د رئيس تر تښتولو وروسته د هغه کورنۍ ته زنګ وهلی وو چې يو مېليون ډالر دې ورکړي، کنې رئيس به ووژني.

د غزني د ټرانسپورټ رئیس احمدولي توکلي څو ورځې وړاندې ناڅرګندو وسله والو کسانو تښتولی و او اوس بېرته ورڅخه ژوندی راخوشې کړل شوی دی.

چارواکي وايي، د توکلي روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی او له کومې ستونزې پرته کولای شي، خپلې دندې ته دوام ورکړي.

دی وسله والو له خپل دفتر څخه ميدان وردګو ته تښتولی وو او پرون يې د غزني شيلګر ته لېږداوه چې په لاره کې د ملي امنيت سرتېرو ورته کمين نيولی وو.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، وسله وال د رئيس تر تښتولو وروسته د هغه کورنۍ ته زنګ وهلی وو چې يو مېليون ډالر دې ورکړي، کنې رئيس به ووژني.

دی وايي، وروسته ملي امنيت هڅې وکړې او دا دی چې سړی يې له وسله والو څخه راخوشې کړ.

"احمد ولي توکلي د ښار له منځه يوې ډلې سړي تښتوونکيو په خورا مهارت تښتولی و. له نېکه مرغه د امنيتي ارګانونو، په ځانګړې توګه د ملي امنيت هڅې د دې لامل شوې چې هغه اندړو ولسوالۍ ته د لېږدول کېدو پر مهال د وسله والو له لاس راخوشې کړل شو."

چارواکي وايي، سړي تښتوونکي په تېښته بريالي شوي، خو پوليس لا اوس هم هڅه کوي چې ويې نيسي.

په غزني کې هدفي وژنې او د سړي تښتول اوس عادي خبره ده.

په تېرو څو ورځو کې د ټرانسپورټ د رئيس تر تښتولو وړاندې د غزني د حج او اوقافو رئيس هم تښتول شوی وو چې وروسته پسې ووژل شو، په دې سربېره د غزني د استيناف څارنوالي د تحقيق مشر هم تر تښتول کېدو وروسته ووژل شو.

تېره ورځ د ښار په منځ کې پر يوه سرتېري هم ډزې وشوې او قاتل يې د وسلې تر وراخيستلو وروسته د پېښې له ځایه پر بايسکل تښتېدلی.

XS
SM
MD
LG