د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو لپاره ځانګړی عدالت، پریکړو کې پاتې راغلی


شکیل اپریدی
شکیل اپریدی

په دې ورستیو کې د ډاکټر شکیل آفریدي په مقدمه کې د اوریدنې پرمهال فاټا ټریبیونل یو وار بیا تاریخ وړاندې کړو او ددې وجه یې دا وښودله چې دپولیټیکل انتظامیې له اړخه ورته د مقدمې ریکارډ نه دی وړاندې کړل شوی. د ډاکټر شکیل آفریدي وکیل قمر ندیم په دې هکله مشال رېډیو ته وېلي چې له دې وجې وړاندې هم د مقدمې کاروايي ځنډیدلې ده.


(( مخکې هم په دې قضیه کې امر شوی و چې ریکارډ دې مخې ته راوړل شي. دا وار هم دغه شان د ریکارډ د نېشت والي لوجې مقدمه اوږده شوه. فاټا ټریبیونل کمېشنر او پولیټیکل ایجنټ ته حکم کړی و چې ریکارډ دې جمع کړی شي، خو هغوی پرې عمل ونکړو. دا وار یې ورته بیا وېلي چې دا آخري خبرداری دی. خو معلومه نه ده چې هغوی به یې مني او که نه. ))

دا چې فاټا ټریبیونل پولیټیکل انتظامیې ته دمقدمې د ریکارډ وړاندې کولو امر کړی او هغوی نه دی منلې، آیا دا د عدالت په سپکاوي کې نه راځي؟ او ددې خلاف دا ټریبیونل څه ګام پورته کولی شي او که څنګه ؟ په دې پوښتنه دیاد ټریبیونل رجسټرار سجادالرحمان وايي :


(( د ایف سي آر د اصلاحاتو لپاره ددې عدالت جوړولو سره د ځينو بنیادي نکاتو شاملول ضروري وو. یو دا چې د خپلې غاړې د اقدام کولو ( سو موټو ایکشن ) یعنې فاټا ټریبیونل ته له خپله ځانه د یو کیس را اوچتولو اختیار ورکول پکار وو. دویمه دا چې دفاټا ټربیونل حکم چا نه منلی نو چې مونږ دهغوی خلاف د توهین عدالت کیس جوړولی شوی. نو په موجوده وخت کې مونږ سره داسې هیڅ اختیار نشته.))


بلخوا د فاټا د وکیلانو د اتحادیې مشر اعجاز مومند وايي: د فاټا ټریبیونل قبایلي ولس ته په انصاف ورکولو کې پاتې راغلیاو دوی یې د لا نورو ستونزو سره مخ کړي دي.


(( ددې ټربیونل مقصد دا و چې مونږه د قبایلو لپاره د سبریم کورټ په شان یو عدالت جوړ کړو. خلکو ډیره خوشالي وکړه، مونږ هم ډیر زیات خوشاله وو. خو تاسو یقین وکړئ چې د ۲۰۱۱م کال نه تر اوسه پورې د فاټا د اصلاحاتو په یوه خبره هم عمل نه دی شوی. دا راز فاټا ټریبیونل زیاتره مقدمې بیرته پولیټیکل انتظامیې ته واستولې. بله دا چې په قبایلي سیمو کې داصلاحاتو لپاره نړیوال بینک او مرستندویه ادارو پاکستان ته ډیر لوی امداد ورکړی و خو ځايي خلکو ته یې هیڅ ګټه ونه رسوله، ځکه چې دغه تش په نوم اصلاحات هم عملي نه شول.))


نوموړی زیاتوي چې په قبایلي سیمو کې به اصلاحات هغه وخت ګټه ور وي چې د پارلیمان په ذریعه ترسره کړې شي او په پارلیمان کې به د قبایلي سیمو لپاره قانون سازي هله ممکنه وي چې چې د آیین نه دفعه ۲۴۷ مه ختمه کړی شي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG