د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: د واک وېش ستونزې جوړوي


ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله
ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله

له پاکستانه په انګریزۍ ژبه خپریدونکې ورځپاڼه ډان په یوه مقاله کې لیکي : که څه هم په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت د جوړولو تړون سره په لنډمهاله توګه د سياسي بحران مخه ونيول شوه خو دا ده چې دغه تړون د راتلونکي حکومت د اعتبار په اړه يو شمير پوښتنې راپورته کوي.

د ياد تړون له مخې اليکشن کميشن ددی پابند وو چې دا مالومات په ډاګه نه کړي چې د اشرف غني احمد زي او عبدالله عبدالله په ترلاسه کړو رايو کې څومره فرق دی. د مقاله ليکونکی په خبره که څه هم له ددې تړون سره د د ممکنه توکميزه فشار مخه ونيول شوه، خو دا ده چې له دی سره د اولسمشرۍ د دواړو پړاونو انتخابات بې مانا شوي دي، ځکه چې د انتخاباتو بايلونکي عبدالله عبدالله ته هم د اولسمشرۍ د څوکۍ برابر د اجرائیه شورا د مشر عهده ورکړل شوې ده.

ورځپاڼه لیکي: د اشرف غني احمد زي او عبدالله عبدالله ترمنځ په مهمو مسئلو ډير اختلافات دي. اشرف غني چې يو تجربه کار سياستوال دی، د جنګ ځپلي اقتصاد د بيا رغولو لپاره له يو سوچ سره راغلی دی او غواړي چې په هيواد کې د وړتیا او مفاهمت کلچر رامنځ ته کړي.

بلخوا عبدالله عبدالله بیا د اشرف غني اپوټه دی، نو پوښتنه داده چې دوه سياسي مخالفين به څنګه په ګډه سره کار وکړي او د دواړو په سوچ او فکر کې هم دومره ژور فرق دی چې ممکنه نه ده په نږدی راتلونکی کې به ختم شي.

په مقاله کې راغلي : اشرف غني احمدزي ته يو شمېر چېلنجونه دي، لومړۍ خبره له هغو وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو ده څوک چې د دی هيواد حکومت له سره نه مني. وسلوالو ويلي دي چې دوی به د حکومت پرضد خپلې جګړې ته دوام ورکوي.

همداراز د افغانستان مهم ګاونډي هيوادونه لکه چين او روس غواړي چې افغانان د طالبانو خلاف جنګ پخپله وکړي خو ښکاري داسې چې کابل له وسلوالو سره د خبرو يا پرضد يي د پریکنده عملياتو د پريکړې قوت نه لري.

بلخوا اسلام اباد چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په خبرو کې رول لوبولی شي هم د کابل سره یې اړيکې په بشپړه توګه ښې نه دي. همداراز د نشه يي توکو کاروبار چې طالبانو ته ترې د جنګ لپاره مالي مرسته رسیږي، د دی مخه نيول هم د اشرف غني لپاره لوی چلنج دی او د دی لپاره به هغه ته د نړيوالو مرسته پکار وي.

همداراز اشرف غني احمدزی به له امريکا سره امنيتي تړون کوي چې ورسره به امريکايي پوځيانو ته په افغانستان کې د پاتېکدو قانوني لاره پيداشي.

پر دی سربيره نورې هم يوشمېر ستونزې دي چې کېدې شي د حل کولو پر سر يي د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلاف راشي.

XS
SM
MD
LG