د لاسرسي ځای

کابل : اشرف غني احمدزی سبا د افغانستان د نوي ولسمشر په حیث سوګند کوي


دافغانستان منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزی

دافغانستان منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزی

د ګل په ورځ به د افغانستان په صدارتي محل کې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم پرځای شي. ټاکل شوې ده چې، په دې مراسمو کې به اشرف غنی احمدزی د ولسمشر او عبدالله عبدالله د ملي وحدت د حکومت د اجراییوي رییس په توګه لوړه وکړي.

ولسمشر حامد کرزې پرون په کابل کې د یو شمیر هیوادو د سفیرانو ډیپلوماټانو سره په کتنه کې وویل؛ چمتوالی نیول شوی دی او د دوشنبې له ورځې به نوې ولسمشر ته واک وسپاري.

(( تایید شوه چې، نوی ولسمشر به د قاضي القضات پر وړاندې لوړه کوي او د ولسمشر له لوړې وروسته به اجراییوي رییس د ولسمشر پر وړاندې د وفادارۍ لوړه کوي. د لوړې د مراسمو د پرځای کولو کیمسون ته لارښوونه شوې ده چې داسې چمتوالی ونیسي. ))

چارواکي وايي، د سلګونو کورنیو او بهرنیو میلمنو پر وړاندې به د لوړې مراسم په شانداره توګه ترسره شي.

حامد کرزی چې، د دریارلس کلنې واکمنې وروسته په ډیموکراټیکه توګه واک نوي ولسمشر ته سپاري وايي چې؛ د افغانستان د یو وګړي په توګه به د نوې ولسمشر ملاتړ او ننګه وکړي. د ا به د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل وي چې؛ واک په دیموکراټیکه او ولسواکه توګه له یو منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته انتقالیږي.

XS
SM
MD
LG