د لاسرسي ځای

تازه خبر

استاذ احمدګل : زموږ کورنۍ کې هر دور کې یو یو هنرمند پیدا شوی


استاذ احمدګل
استاذ احمدګل

استاذ احمد ګل د پښتو ژبې د تکړه غزل ویونکو هنرمندانو څخه دی. نوموړي د غزل ویلو ، چاربیته ویلو او په ولسي محفلونو کې ډیر لوی نوم ګټلی او د پاکستان حکومت ورته صدارتي ایوارډ ( تمغه امتیاز ) هم ورکړی دی.

نوموړی وايي د پېښور سره نږدې د سوړیزو سیمې اوسیدونکی دی. احمدګل استاذ وايي د خپل تره ګل خان په هڅولو یې په لس کلنۍ کې راډیو پاکستان پېښور کې سندرې پیل کړې وې.

احمدګل استاذ وايي د خپل غربت د وجې ترې تعلیمي سلسله پاتې شوه خو په هنري نړۍ کې یې خپلې هلې ځلې چې هغه مهال پیل کړې وې تر اوسه یې روانې ساتلې دي.

احمدګل استاذ دا مهال دوه اویا کلن دی. د احمد ګل استاذ سره د مشال راډیو همکار خالدخان خبرې کړي چې دلته یې په فلش پلیر کې اوریدلای شئ :

احمدګل استاذ / مشال مرکه کې
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:57 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG