د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر کرزي د جنسي تېري کوونکو د اعدام حکم لاسلیک کړ


ولسمشر حامد کرزي د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د ډله ییز جنسي تیري پنځو عاملینو ته د اعدام حکم لاسلیک کړ.

دا خبره د ولسمشر کرزي ویاند اېمل فیضي په خپله ټویټر پاڼه کې کړې ده.

که څه هم په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړل شوي خو له دې مخکې په خپله حامد کرزي هم ویلي وو چې که محکمه دغه کسان په اعدام محکوم کړي دی به یې د اعدام د حکم په لاسلیک کولو کې ځنډ ونه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG