د لاسرسي ځای

نواز شریف: پاکستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي


د پاکستان وزير اعظم نواز شریف ترهګرۍ غندنه کړی ده او ويلي دې چې حکومت يې له ګاونډيو هېوادونو سره د برابرۍ پر بنياد پر امنه اړيکې جوړول غواړي.

د جمعې پر ورځ په نيويارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وينا پر مهال د پاکستان وزير اعظم نواز شريف وويل هېواد يې دا مهال د ترهګرۍ له ناوړه خطر سره مخامخ دی خو د ده په خبره د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره به خپلې هلې ځلې جاري ساتي.

نوموړي وويل چې پاکستان غواړي له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره اړيکې ښې کړي او زياته يې کړه چې د ده هيواد او افغانستان دا مهال له يو شان چلنجونو سره مخامخ دي:

(( دا زما د حکومت ارزو او کوشش دی چې د تعميري هلو ځلو په وسيله له ګاونډيانو سره پر امنه اړيکې جوړې کړي،په جنوبي اشيا کې د حل طلب مسلو له وجې زموږ خلکو د سوکالۍ موقعې له لاسه ورکړې دي.))

نواز شريف د هند له خوا د اسلام اباد او نوي ډيلي ترمنځ د سکټريانو په کچ د مزاکراتو په منسوخولو باندې د مايوسۍ څرګندونه وکړه.

XS
SM
MD
LG