د لاسرسي ځای

کراچۍ: پر جګپوړی پولیس افسر له چاودنې دوه مړه اووه ژوبل


د کراچۍ د جناح هسپتال د ایمرجنسي د وارډ مشرې ډاکټرې سیمي جمالي له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي دغه هسپتال ته یو مړی او اته ژوبل کسان وروړل شوي دي. په ژوبلو کې ډېری پولیس سرتیري دي.

کراچۍ : د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې د زیارت «پنجشنبې» په ماښام بمي حمله کې یو تن وژل شوی او ۸ نور ژوبل شوي دي. د سېمې پولیس مشر عبدالخالق شېخ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، پېښه د کراچۍ په ډیفنس کې له ګزري قبرستان سره نزدې رامنځ ته شوې ده. د هغه په وینا له لمړنیو شواهدو ښکاري چې چاودنه ځانمرګی برید وو، چې هدف یې د کراچۍ پولیس ځانګړي ځواک مشر فاروق اعوان وو.

د کراچۍ د جناح هسپتال د ایمرجنسي د وارډ مشرې ډاکټرې سیمي جمالي له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي دغه هسپتال ته یو مړی او اته ژوبل کسان وروړل شوي دي. په ژوبلو کې ډېری پولیس سرتیري دي.

د کراچۍ د سي ای ډي پولیس چارواکي مظهرمشواڼي له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل، د ژوبل شوي پولیس افسر فاروق اعوان روغتیایي حالت له خطره بهر دی. د هغه په خبره فاروق اعوان څه موده مخکې د ترهګرۍ ضد پولیس د ځانګړې محکمې سي ای ډي پر لوړه چوکۍ پاتې شوی وو. نوموړي د لشکرجنګوي او طالبانو پر ضد سخت عملیات هم کړي دي.

مظهر مشواڼي زیاته کړه چاودنه په ګاړي کې له اېښودل شویو باروتو رامنځته شوې ده او ښايي چاودنه په ریموټ کنټرول شوې وي. د نوموړي په وینا تر دې وړاندې پر پولیس دا ډول حملې شوي دي. چې درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د کراچۍ ډیفنس سیمه د ښار یوه له خوندي هغو بلل کیږي، چې د یو شمیر هېوادونو کونسلګریانې پکې شتون لري. د اوسنۍ پیښې له ځای سره نزدې د سعودي عرب کونسلګري هم واقع ده.

د دې پیښې مسولیت تر دې دمه هېڅ ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. خو تر دې مخکې د کراچۍ پر پولیس افسرانو د ورته حملو پړې وسله والو طالبانو منلي دي. چې پکې د کراچۍ پولیسو لوړ پوړي افسران، چودري اسلم، شقیق تنولي او نور په ځانمرګو حملو کې وژل شوي دي.

څو ورځې مخکې د وسله والو طالبانو ویاند شاهدالله شاهد لخوا مشال ریډیو ته په ترلاسه شي بریښنالیک د کراچۍ پر پولیس افسرانو باندې د حملو ګواښ شوی و. په بریښنالیک کې د کراچۍ پر پولیسو تور لګول شوی و چې دوی په دغه ښار کې طالب بندیان له زندانونو راوباسي او په جعلي وسله والو مقابلو کې یې وژني. خو د کراچۍ پولیسو دغه تورونه رد کړي دي.

یاده دې وي په دې ورستیو کې په کراچۍ کې پولیسو په مشکوکه وسله والو نښتو کې د طالب وسله والو د وژل کیدو ادعاوې کوي. نن د زیارت په ورځ هم د کراچۍ په سهراب ګوټ کې په یوه ورته مشکوکه وسله واله نښته کې دوه طالب وسله وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG