د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني: طالبانو له ۱۲ تنو سرونه پرې کړي او لسګونه کورونه يې سوځولي


بېګا شپه د اجرستان ولسوالۍ په محمد خېلو، عزت خېلو او ازرګۍ کليو کې طالبانو له دوولسو تنو څخه سرغونه غوڅ کړي دي.

په افغانستان کې د غزني چارواکي وايي، طالب وسله والو د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې تېره شپه له دوولسو تنو ښځو، نارينه‌وو او ماشومانو څخه سرونه غوڅ کړي دي.

په دغه ولسوالۍ کې له تېرو څلورو ورځو راهيسې د طالب وسله والو او ملي سرتېرو تر منځ درنه جګړه روانه ده او دا مهال ولسوالۍ د سقوط پر کرښه ولاړه ده.

چارواکي وايي، د ولسوالۍ کلي يو په بل پسې د سرتېرو له لاسه وتلي او که امکانات و نه رسېږي، ښايي د ولسوالۍ مرکز هم د سرتېرو له ګوتو ووځي.

تېره شپه د دغې ولسوالۍ په محمد خېلو، عزت خېلو او ازرګۍ کليو کې طالبانو له دوولسو تنو څخه سرغونه غوڅ کړي دي.

په دغو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او ويل کېږي چې ټول د ملي او سيمه‌ييزو پوليسو د کورنيو غړي دي.

د غزني د امنيت امير اسدالله انصافي وايي، په دغو دريو کليو کې طالبانو تر شپېته زيات کورونه هم سوځولی دي.

انصافي وايي، په دغه جګړه ګې تر اوسه پورې دوولس تنه وسله وال وژل شوي او نولس تنه يې ژوبل دي.

په دې سربېره، شپږ تنه ملي او سيمه‌ييز پوليس هم تر اوسه پورې وژل شوي او جګړه لا هم توده روانه ده.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، له سيمې سره يې اړيکه نيولې او ورته ويل شوي دي چې که د هوا له لارې اکمالات ور و نه رسول شي، ولسوالۍ د سرتېرو له لاسه وځي.

دی وايي، د ولسوالۍ په مرکز کې پر شته سرتېرو باندې وار په وار د محاصره کړۍ را تنګېږي.

طالبان وايي، له ډېرو ورځو راهيسې يې ولسوالۍ محاصره کړې، خو څوک يې نه دي حلال کړي.

قاري يوسف احمدي چې ځان د طالبانو وياند وايي، ملګرو يې نه له چا سرونه پرې کړي او نه يې کورونه سوځولي، خو وايي، تر څلوېښتو زيات پوليس يې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG