د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني: وسله والو له ۱۲ کسانو سرونه غوڅ کړي


د غزني امنیت امر اسد الله انصافي نن (جمعه) مشال راډيو ته وویل، پېښه بېګا د اجیرستان ولسوالۍ په درو کلیو کې شوې ده. د ده په وینا، په وژل شویو کې ښځې او ماشومان شامل دي او دا کسان د ملي او سیمه ییزو پولیسو د کورنیو غړي دي.

د ده په وینا، په سیمه کې له څلورو ورځو راهیسې د امنیتي سرتېرو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته روانه ده.

انصافي زیاتوي، وسله والو شاوخوا ۶۰ کورونه سوځلي دي. قاري یوسف احمدي چې ځان د طالبانو ویاند بولي وايي، نه یې له چا سرونه غوڅ کړي دي او نه یې هم د ولسي وګړو کورونه سوځلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG