د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه، شوروي دور ته ګرځي


"ما ته داسې برېښي لکه چې موږ اوس هم په لېږدوونکي یا انتقالي دور کې یو، موږ لا هم له شوروي پېره نه یو راوتلي. "

سېنټ پیټرز برګ، روسیه – "لېنین ژوندی وو، لېنین ژوندی دی، لېنین به تل ژوندی وي. "

دا د شوروي پېر یو د تر ټولو ژور نښتی متل وو. او اوس، د شوروي اتحاد له ړنګېدو نیږدې ۲۵ کاله وروسته، دا متل ریښتونی خېژي.

دا په ۲۰۱۳م کال د اسکولډ کروف له لوري د جوړ شوي یو ډاکومنېټري فلم "لېنینلېنډ" نومي پېغام دی چې د سېنټ پیټرز برګ په بدنامه کریسټي حراستي زندان کې په یوه فلمي مېله کې وښودل شو.

د ډاکومېنټري فلم جوړوونکي کروف ازادۍ راډيو روسي څانګې سره په خبرو کې وویل، "کله چې ما د ګورکي لېنینسکي موزیم[د مسکو څنډو کې د لېنین موزیم] ولید، ما ټکان وخوړ. "دې ما ته یو خیال راکړ چې شوروي پېر باید خوندي کړل شي. دا بدل شوی دی، بڼه یې اوښتې ده، خو خوندي کړل شوی دی. دا ټول زموږ په هېواد کې تېر شوي ول، تاس ته یو تاثر درکول کېږي، چې هاغه د شوروي حکومت بڼه، د هاغې ټولنې شکل، د هغې بنسټیز جوړښت هېڅکله له منځه نه دی تللی. "

روسیه شوروي دورې ته ګرځي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:32 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

"لېنینلېنډ" چې په جوړېدو یې دوه کاله تېر شول، له مسکو بهر د لېنین پر هغه ستر ګبندي موزیم راڅرخي چې، د شوروي اتحاد باني پکې د خپل ژوند وروستۍ ورځې تېرې کړې او مړ شوی وو. دغه موزیم په ۱۹۸۷م کال جوړ شوی وو، چې د شوروي مشر میخاییل ګورباچوف د پېرېستروایکا پېر وار دمخه پېل شوی وو.

پروسترایکا د ګورباچوف نوښت وو چې په شوروي کې یې د ازاد خیالۍ دور پېل کړ.

"کروف وايي، فلم په ګورکي لېنینسکیې کې د موزیم پر ژوند، پر هغو خلکو چې هلته ژوند او کار کوي، او هڅې کوي چې د پخواني شوروي پېر روحیه خوندي وساتي، راڅرخي. دلته په لیدو سره داسې ښکاري لکه وخت چې درېدلی وي، او لکه په وخت مشین کې چې پر سېل ولاړ شې. "

نوموړی زیاتوي، "ما ته داسې برېښي لکه چې موږ اوس هم په لېږدوونکي یا انتقالي دور کې یو، موږ لا هم له شوروي پېره نه یو راوتلي. "

د "لېنینلېنډ" په ټرېلر کې، د موزیم څېړونکې یوګېنیا چې دوتر یې د لېنین په ګډوله یادګارانو پسوللی، چې پکې ارتوډوکس او بدهايي انځورونو دي، د خپل کار په باب وايي، "دا د لېنین په اړه نه دی او نه هم د کاڼو یو فرد دفاع کوي....دا هم کومه نه ده چې هاغه څومره په زړه پورې ريښتوني وو ــ ــ او هاغه په ريښتیا ځانګړی وو، بې ساری وو، هاغه مهاتما لېنین وو. " دا د راتلونکې کول لپاره ده چې هغوی یې باید لوړوالی ومني.

د "لېنینلېنډ" په فلم کې د موزیم مرستیال مشر کوروف ته وايي، چې د لېنین په ساحه کې اوس هم د یسوع درزهاری محسوسېږي ــ ــ سره له دې حقیقته مخ اړول چې لېنین یو لادینه وو، خپلې پولیټبیورو ته یې به امر کولو چې د کلیساګانو ملکیتونه قبضه کړی او پادریان تر ډله ییزو سزاګانو تېر کړی.

په دا ورستیو اونیو کې په روسیې کې د شوروي څلیو او لرغونو یادونو د راټوکېدو نښې بیا ترسترګو کېږي. پر ۲۲م سیپټېمبر، ولسمشر ولادیمیر پوتین د پخوانۍ کمیونیسټ دورې د نومونو بیا پرځای کولو پر یوه قانون لاسلیک وکړ چې له مخې یې د اشرافیه پولیس ټولګی د شوروي خفیه پولیس باني فېلیکس ځرژینسکي په نامه ونومولی. پوټین د شوروي ــ پېر تاس خبري اژانس نوم بیرته پرځای کړ.

په مسکو کې د روانې میاشتې لومړو کې، د کمیونسټ ګوند مشر ګنادي زیګانییف او نورو د کې جي بي لوبیانکا مرکز مخې ته د فېلیکس ځرژینسکي مجسمه ولګوله. په ۱۹۹۱م کال د شوروي نسکورېدو پر مهال ولسي ګڼې ګوڼې د فېلیکس ځرژینسکي مجسمه راغورځولې وه، او اوس له بحالو وروسته د پلازمنې په مجسمه باغیچه کې تر سترګو کېږي.

په سېنټ بیټزر برګ کې د ازادۍ راډيو خبریال ویکتور رېزنکوف لیکنه چې په پراګ کې رابرټ کولسن ترتیب کړې.

XS
SM
MD
LG