د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوی حکومت: د خوستوالو هیلې او انديښنې


د خوست یو شمېر اوسیدونکي په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت چې تر انتخاباتو وروسته د دوو ټاکنیزو ټیمونو د سیاسي توافق په ترڅ کې رامنځته شو، د اوسني وخت اړتیا او ښه اقدام ګڼي.

د خوست یو شمېر اوسیدونکي په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت چې تر انتخاباتو وروسته د دوو ټاکنیزو ټیمونو د سیاسي توافق په ترڅ کې رامنځته شو، د اوسني وخت اړتیا او ښه اقدام ګڼي.

دوی وايي، که څه هم د افغانانو د تمې خلاف د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټولو رایو تر تفتیش وروسته د رایو شمېره اعلان نکړه، خو بیا هم که نوی منتخب ولسمشر او تر څنګ يې د حکومت اجرائیوي رئیس یوه بل ته په رښتیني ډول د همکارۍ لاسونه ورکړي او د ضوابطو پر بنسټ د حکومت جوړښت رامنځته کړي، نو دا ډول حکومت به په افغانستان کې د سولې او اقتصادي پرمختګ په راوستو کې ګټور تمام شي.

د خوست د مجاهدینو شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ مشال راډیو سره په خبرو کې د نوي حکومت د جوړولو اوسنۍ سیاسي توافق د ټولو افغانانو لپاره د ګډ کار لپاره یو ښه فرصت بولي، خو انديښنه لري که نوی ولسمشر او اجرائیوي رئیس يې د شخصي او ګوندي ګټو د ساتلو په فکر کې شي، نو ښايي د افغانستان خلک د ابادۍ او سوکالۍ وروستۍ چانس هم وبایلي:

((د ملي یووالي حکومت یو ښه اقدام دی، ځکه افغانان ټول وروڼه دي، که په رښتیا سره یو بل ته لاسونه ورکړو، افغانستان مو مشترک کور دی او باید په ګډه سره دا کور اباد کړو، زموږ غوښتنه داده چې دا د افغانستان لپاره او د ټول ولس لپاره او دواړه کاندیدانو لپاره اخرینۍ چانس دی، که دې پنځو کالونو کې نوي حکومت خدای مکړه بیا هم د امن او سولې په راوستو او د قانون په حاکمیت کې پاتې راشي، نو افغانستان بیا د تل لپاره د نړیوالو له نظره لویږي.))

مدني فعال عبدالولي واحدزی هم په خپلو خبرو کې د ضوابطو پر بنسټ د حکومت د جوړولو پر اړتیا ټینګار کوي:

((موږ سره له دې چې خفه یو، ځکه د ټاکنو پایلې باید کاملاً په شفافه ډول اعلان شوي وای، ولې بیا هم امیدواره یو، چې دا مصلحت چې په وجود کې يې د ملي یووالي حکومت رامنځته کیږي، هیله مو داده چې دا حکومت د روابطو پر بنیاد نه بلکې د ضوابطو پر بنیاد خلک په دندو وګماري.))

قومي مشر مستامیرخان ګربز د نوي حکومت په اړه د دواړه نوماندانو ترمنځ د سیاسي توافق پایښت او دوام ته د شک په نظر ګوري او وايي:

((ګمان نه کوم لکه څرنګه چې لازمه ده دوی هغه کارنامې وکړای شي، سمه ده کوم چا چې دا پروسه ګټلې ده، هغه ددې وړ دی، مګر موانع حتماً ورته جوړیږی، هغه داسې چې کوم څه چې پر دوی وتپل شول چې سره شریک کړي، زه ګمان نه کوم چې په افغانستان کې سوله، امنیت او داسې کارونه چې د افغانستان د ابادۍ او جوړولو لپاره وي دوی يې سرته ورسوي.))

د ولایتي شورا استازی داودشاه مکین زوی مشال راډیو ته وویل، چې په دې سیاسي توافق د اساسي قانون او ولسواکۍ نقش کمزوری شو، خو اوسنیو سیاسي مجبوریتونو ته په کتو دی په دې اند دی، چې باید ټول افغانان باید د ملي یووالي په یو حکومت کې سره راټول شي:

((یو دا چې په دې کار کې د اساسي قانون نقش کمزوری شو او ډیموکراسي خفک شوه، که بیا بل اړخ ته سیاسي مسائیلو ته نظر وکړو، چې موږ په ډېر بد حالت کې یو، نو لاره همدا ده، چې باید په ملي وحدت حکومت کې باید راټول شو، خو ملي شخصیتونه باید په دې کې راټول شي دا به يې ښه وریانټ وي، خو که موږ دې زورواکۍ ته ګورو، یا د دوی پخوانیو کړنو ته ګورو، موږ ورته ډیر امیدواره نه یو.))

په همدې حال کې نوي منتخب ولسمشراشرف غني احمدزي ویلي، چې د ملي وحدت حکومت به په سهامي شرکت بدل نه شي او خلکو ته به د وړتیاوو له مخې دندې ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر حامد کرزي هم له دولتي چاروااکو نه د مخه ښې په غونډه کې له نوي حکومته وغوښتل چې د قانون له مخې باید خلک په دندو وګماري.

نوموړي ټينګار وکړ، چې دیوه قوي دولت اساس او کار یواځي او یواځي په یوې قوي ادارې پورې اړه لري.

XS
SM
MD
LG