د لاسرسي ځای

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د خپلې وینا پر مهال وویل، روان کال د ملګرو ملتونو د چارټر د اصولو له نظره بد کال وو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د خپلې وینا پر مهال وویل، روان کال د ملګرو ملتونو د چارټر د اصولو له نظره بد کال وو. بانکي مون وویل، له بمونو نیولې تر د خلکو سرونو پرې کولو پورې، په ارادي ډول د ولسي وګړو له لوږې وژنې، پر روغتونونو، د ملګرو ملتونو پر پناه ځایونو او مرستندویه کاروانونو د بریدونو له لارې په ټوله نړۍ کې بشري حقونه تر برید لاندې دي.

بان کي مون وویل، د سړې جګړې پېریان د نړۍ وېرولو ته بیا راغلي دي. ده وویل، د عربو پاڅون له تاوتریخوالي ډک شو. ده په افریقا او منځني ختیځ کې د سختدریځو فعالیتونو او په غربي افریقا کې د اېبولا ناروغۍ وبا ته په اشاره وویل، داسې ورته ښکاري چې نړۍ له سختو حالاتو سره مخامخه ده:

((هغو سختدریځو پر تنوع برید کړی دی چې په بیا بیا وايي چې د دوی لار د ژوند یوازینۍ لار ده. بې وسلې کول یو نه پوره کېدونکی ارمان، یو خوب ښکاري ځکه چې له مسلسلو جګړو ګټه اخیستونکي دا کار عملي کېدو ته نه پرېږدي. کېدای شي داسې وبرېښي چې د بحرانونو له پراخېدو او د ناروغیو له خپرېدو سره دا نړۍ د تباهۍ په لیکو کې وېشل کېږي.))

د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون په عراق او شام کې د اسلامي دولت وسله والو فعالیتونه، په اوکراین کې نښتې، د غزې جګړه او د تاوتریخوالي نورو پېښو او حالاتو ته د ((وحشت او بربریت)) نوم ورکړ.

نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د دې بحرانونو د هواري لپاره یو ځای هلې ځلې وکړي. ده وویل، دا د نړۍ دنده ده او دی پر ټولو هېوادونو د دې ټولو ستونزو د هواري غږ کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي جرګې کلنۍ غونډې ته له ۱۴۰ څخه د زیاتو غړو هېوادونو مشران ورغلي دي. دا غونډه به د سېپټېمبر تر ۳۰مې نېټې روانه وي چې پکې به د هېوادونو مشران، حکومتونو مشران، پاچایان او وزیران وینا ګانې کوي.

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف به د جمعې پر ورځ، او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل عثماني د سېپټېمبر پر ۳۰مه د عمومي جرګې غونډې ته وینا کوي.

XS
SM
MD
LG