د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د نیږدې۲۵۰زندانیانو احتجاجي لوږه


د ننګرهار ولايتي شورا غړي وايي چې د ننګرهار په زندان کې شاو خوا دوه نيم سوه زندانيانو خاطر د احتجاجي لوږه کړی چې دولت دې د عفوي په فرمان کې د دوی د نظارت موده هم ورزیاته کړي.

د ننګرهار ولايتي شورا غړي وايي چې د ننګرهار په زندان کې شاو خوا دوه نيم سوه زندانيانو خاطر د احتجاجي لوږه کړی چې دولت دې د عفوي په فرمان کې د دوی د نظارت موده هم ورزیاته کړي.

د خوګيانو ولسوالۍ قومي مشر او ولایتي شورا غړی جاوید زمان مشال راډيو ته وويل چې، د چارشنبې په ماښام دوی د رندانیانو د احوال مالومولو په خاطر زندان ته تلل، چې امنيتي چارواکو اجازه ورنه کړه. دی وايي چې که د زندانیانو ستونزه له هرې ادارې پورې تړلي وي، ژر تر ژره دې اواره کړی شي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضیا عبدالزی هم مني چې په ننګرهار زندان کې د څو بلاکونو بنديان چې شمير له دوه سوه نه تر دوه نيم سوو پورې رسيږي، د احتجاجي لوږه په دې خاطر کړی چې د عفوي په فرمان کې دې د دوی د نظارت موده هم د دوی په بند کې وشميرل شي.

عبدالزی زیاتوي چې د بنديانو غوښتنې ور رسیدلي د پلټنې لاندې دي او هغه کمیټه چې فرمانونه تطبیقوي هغوی پر دې موضوع کار کوي.

دغو بنديانو د چارشنبې د ورځې له سهار په د احتجاجي لوړه پيل کړی چې لا هم دوام لري.

د خپرو شويو رپوټونو له مخې له دې وړاندې د هلمند په زندان کې هم شاوخوا څوارلس سوه زندانيانو د احتجاجي لوږه پيل کړی،او له نوي ولسمشره يې غوښتنه کړې، چې لومړی عدالت دې له زندانونو څخه پيل شي.

XS
SM
MD
LG