د لاسرسي ځای

کراچۍ: د ایم کیو ایم د خپلو لسګونو غړو نیولو پرضد احتجاج


په پاکستان کې د متحده قامي مومنټ ایم کیو ایم ګوند چارواکي وایي بېګا د رینجر ځواکونو په کراچۍ کې د دوی په یو دفتر چهاپه وهلې او د دغه ګوند ۳۵ غړي یې نیولي دي.

د ایم کیو ایم ګوند پلویانو د خپلو ملګرو د نیولو په غبرګون کې په کراچۍ کې د وزیراعلا هاوس مخې ته احتجاجي ناسته شورو کړې ده.

یاده دې وي په کراچۍ کې له تېر کال راهسې د لټون عملیات دوام لري.

په دې عملیاتو کې تر اوسه په زرګونو کسان نیول شوي دي چې پکې د سیاسي او مذهبي ګوندونو غړي هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG